د اسلامي امارت پلاوی په تهران کې د ایکو سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي

د اسلامي امارت پلاوی په تهران کې د ایکو سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۸مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره ایران ته سفر کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ویلي، دغه سرمشریزه به د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د ایران په پلازمېنه تهران کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا کړې وه چې د ایکو سازمان په سکرتریت کې د افغانستان غړیتوب ځنډېدلی. اسلام اباد هم د دغه سازمان د وزیرانو شورا 30مې غونډې ته د اسلامي امارت استازی نه و بللی.

مطالب بیشتر:  کابل سره د همکاریو پراختیا او اړیکو ښه‌والي په اړه د اسلام‌آباد تازه هڅې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *