کابل؛ افاق خبري اژانس: د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سنوکر ملي فدراسیون یو پلاوی او دری ورزشکاران، د سنوکر په نړیوال جام کې د ګډون لپاره عمان ته تللي دي.
سرچینه زیاتوي، یادو لوبغاړو له سفر وړاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له عمومي رییس احمدالله وثیق او تخنیکي او مسلکي مرستیال احمدجان ځدراڼ سره لیدلي او مشرتابه هم ورته د بریالیتوب هیله کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د سنوکر نړیوال جام سیالۍ په انفرادي او ټیمو برخو کې د نومبر له ۲۳ تر ۲۹مې نېټې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره کېږي.
