پنجشېر کې په ۱۰۰جریبه ځمکه د گیلاسو باغونو کېنول کېږي

پنجشېر کې په ۱۰۰جریبه ځمکه د گیلاسو باغونو کېنول کېږي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پنجشېر د گیلاسو حاصلاتو د پراختیا او سیمه‌ییزو بازارونو ته د صادراتو ترڅنګ، د ۱۰ زره نیالګیو د وېش پروژه په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې پیل شوې ده. د دې پروژې په لړ کې ۱۰۰ بڼوالو ته د گیلاسو نیالګي او د بڼوالۍ وسایل وېشل شوي دي.

د پنجشېر د کرنې ریاست وايي، د دې پروژې موخه د بڼوالۍ پراختیا، د بزګرانو د عاید زیاتوالی او د نشه‌يي توکو د بدیل کشت برابرول دي.

 د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د پنجشېر گیلاس پاکستان، هند، منځنۍ اسیا، روسیې او متحده عربي اماراتو ته هم صادر شوي دي.

مطالب بیشتر:  سېلاب‌ځپلو سره د حکومت، هېوادونو او مرستندیویه بنسټونو د مرستو پیل

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *