سره له دې چې په هېواد کې وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو پراخ ځاني تلفات او درانه مالي زیانونه اړولي دي، خو له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد وايي چې، د سېلابونو او وروستۍ زلزلې ټولو زیانمنو ته نغدي او خوراکي مرستې رسول شوې دي.
ښاغلي حماد آفاق خبري آژانس ته ویلي چې، چې د سېلابونو له امله د قربانیانو له هرې کورنۍ سره ۲۰ زره افغانۍ او د هر ټپي له کورنۍ سره ۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې بېځایه شویو کسانو ته لنډمهاله سرپناه هم په پام کې نیول شوې ده.
د سېلابونو راوتلو او خلکو ته د اوښتو زیانونو له امله، یو شمېر هېوادونو او مرستندویو بنسټونو هم له زیانمنو سره مرستې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال، ویلي چې هېواد یې هغو افغانانو ته چې د وروستیو سېلابونو او زلزلو له امله زیانمن شوي، مرستندویه جوپې استولې دي. هغه ټینګار کړی چې هند به په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
راندهیر جېسوال په دې اړه زیاته کړې: «په دې سخت وخت کې، چې د افغانستان خلک د وروستیو سېلابونو او زلزلو له امله ورسره مخ دي، هند بشري مرستې چمتو کړې دي، چې پکې د پخلنځي وسایل، روغتیايي بستې، پلاستيکي پاڼې او نور اړین توکي شامل دي. هند به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
همدارنګه، په افغانستان کې د د جاپان سفارت د وروستیو سېلابونو او زلزلې له امله، چې د یو شمېر هېوادوالو د مرګژوبلې لامل شوي دي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوه اسماعیل ځدراڼ په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «په دې وخت کې بشري مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي. دا د مرستندویه بنسټونو، هېوادونو او اسلامي امارت مسوولیت دی چې دغه مرستې اړمنو او زیانمنو کسانو ته ورسوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري له ۶مې تر ۱۶مې نېټې پورې د سېلابونو راوتلو له امله، شاوخوا سلو تنو ژوند بایللی او ۱۵۴ نور ټپیان شوي دي. د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۹۵۵ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۳۹۹۹ نور کورونه په نیمهبشپړ ډول زیانمن شوي دي.
