له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو د پاکستان د نساجیو صادرات کم کړي

له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو د پاکستان د نساجیو صادرات کم کړي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډېدو، په منځني ختیځ کې دوامداره جګړې او د خامو موادو د لګښتونو لوړېدو د روان مالي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان د رختونو د صادراتو وده په بې‌سارې توګه راټیټه کړې ده.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان د رختونو او پوښاک صادراتو د ۲۰۲۶ کال له جولای تر اکتوبر میاشتې پورې یوازې ۶.۳۵ سلنه وده کړې او ۶میلیارده او ۷۹۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې؛ هغه وده چې د سرچینه په وینا، د صادراتو ارزښت ته په کتو د پام وړ کمه ده.

ډان د پاکستان د احصایې مرکزي ادارې د شمېرو په حواله لیکلي، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدو او د منځني ختیځ بازارونو، په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو ته د صادراتو کمښت د نساجیو د ودې د کمښت اصلي لاملونه دي.

د خامو موادو د لګښتونو لوړېدو هم په نړیوالو بازارونو کې د پاکستاني صادرونکو سیالي کم رنګه کړې، او د لېږد رالېږد برخه کې خنډونو هم پر دې صنعت فشار زیات کړی دی.

مطالب بیشتر:  له ایران سره جګړې د ټرمپ د محبوبیت کچه راټیټه کړې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *