له ایران سره جګړې د ټرمپ د محبوبیت کچه راټیټه کړې

له ایران سره جګړې د ټرمپ د محبوبیت کچه راټیټه کړې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د رویټرز د یوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محبوبیت کچه تر ټولو ټیټې کچې؛ ۳۲ سلنې ته راټیټه شوې، او یوازې ۳۱ سلنه امریکایان له ایران سره د جګړې ملاتړ کوي.

دغه څلور ورځنۍ نظرپوښتنه ښيي، چې ۳۲ سلنه امریکایان په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ له کړنو راضي دي، او له ایران سره جګړې، د دغې جګړې له کبله د تیلو بیو لوړېدو او د امریکايي وګړو د اقتصادي وضعیت خرابېدو له کبله د ټرمپ د محبوبیت کچه د پام وړ راټیټه شوې ده. د رویټرز په وینا، له ایران سره د جګړې له امله د امریکا اقتصادي کړکېچ د دې لامل شوی، چې جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرس د نومبر د ۳مې ټاکنې دیموکراټانو ته وبایلي.

سرچینه همدارنګه زیاتوي، په کانګرس کې هم د ډیموکراټ ګوند مشر چاک شومر محبوبیت د کمېدو په حال کې دی، او یوازې ۳۴سلنه دیموکراټان په کانګرس کې د نوموړي په اړه مثبت نظر لري؛ په‌داسې حال کې چې ۴۳ سلنه بیا منفي نظر لري. د رویټرز د معلوماتو پر بنسټ کریس وان هولن اوسمهال له شومر سره د ګوند د مشرۍ پر سر سیالي کوي.

د رویټرز په وینا، کریس وان هولن په غزه کې د اسراییلو جګړه غندلې او پر اسراییلو یې د ځینو وسلو د پلور مخنیوی اړین بللی؛ په داسې حال کې چې شومر دغه هېواد باندې د امریکايي وسلو پلور ته مثبته رایه ورکړی ده.

د نظرپوښتنې په بله خبره کې راغلي، چې ۷۵سلنه جمهوري غوښتونکي د ټرمپ پلوي دي او ۷۷ سلنه نور بیا د جي ډي وانس په اړه مثبت نظر لري.

مطالب بیشتر:  د اروپایي مشرانو خبرداری او د پوتین نرمښت؛ د جګړې درېدو پرېکړه به څوک کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *