د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر محسن رضايي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، اوسنی ایران د ۱۹۴۳ کال د تهران کنفرانس او د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس ایران نه دی. هغه زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال امریکا هم پخوانۍ امریکا نه ده او یو ماتې خوړلی هېواد دی، نه د جګړې ګټونکی.
رضايي لیکلي: «نړۍ بدله شوې؛ په زړو انځورونو نهشئ کولای اوسنی نظم تېر ته یوسئ.»
