کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر جنت چکري له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو، د پاکستان سیمهییزو سیاستونو، نشهيي توکو د قاچاق او د اسلامي امارت د سیاسي مخالفینو د فعالیتونو په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې اسلاماباد باید له کابل سره خپلې ستونزې د ډیپلوماسۍ او خبرو له لارې حل کړي.
چکري ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تل د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې ده. د نوموړي په وینا، اسلاماباد کله ناکله د «کانټینرآباد» په نوم یادېږي، چې موخه یې د ډیموکراسۍ د اصولو تر پښو لاندې کول، د خپلو خلکو حقونو ته نه پاملرنه او له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان سره، د دوهګونو سیاستونو عملي کول دي.
دغه سیاسي شنونکي زیاته کړې چې پاکستان په افغانستان کې هم ناسم او د زور پر بنسټ سیاستونه عملي کړي، چې په پایله کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. د هغه په باور، په افغانستان کې اوس داسې حکومت واکمن دی چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع وړتیا لري؛ له همدې امله، پاکستان باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره خپلې تګلارې وارزوي.
چکري ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د زیاتېدو مخنیوی د سیمهییز ثبات لپاره هم مهم دی.
نوموړي د نشهيي توکو د تولید او قاچاق په اړه د زلمي خلیلزاد څرګندونو ته په اشارې ویلي، خلیلزاد ټینګار کړی چې د کوکنارو د تولید او نشهيي توکو د قاچاق مرکز پاکستان ته لېږدول شوی. د هغه په وینا، په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر یا نږدې صفر ته رسېدلی، خو په باور یې، د نشهيي توکو د تولید او قاچاق په برخه کې د پاکستان وضعیت هم باید په جدي توګه وڅېړل شي.
دغه سیاسي شنونکي زلمي خلیلزاد د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له سیاستونو سره بلد شخصیت بللی او ویلي یې دي چې نوموړی د سیمې د سیاسي وضعیت په اړه د تحلیل او ارزونې وړتیا لري.
چکري همداراز د پاکستان له لوري د اسلامي امارت د سیاسي مخالفینو د ملاتړ په اړه د خلیلزاد څرګندونو ته په اشارې ویلي، د خلیلزاد په وینا، پاکستان د اسلامي امارت سیاسي مخالفین د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته ځای پر ځای کړي، څو په افغانستان کې د ناامنۍ او بېثباتۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي او د دغه هېواد پر وړاندې وسلهوال اقدامات ترسره کړي.
نوموړي د چترال او نورستان د سیمو په تړاو ویلي، چې د پاکستان له لوري د افغانستان د مخالفینو د راټولېدو او د وسلهوالو فعالیتونو د ملاتړ په اړه مطرح شوې ادعاوې باید جدي وبلل شي. د هغه په باور، د افغانستان د ناامنه کولو لپاره هر ډول هڅې د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ د زیاتېدو لامل ګرځي.
چکري زیاته کړې، د پاکستان دغه ډول سیاستونه د دې لامل کېدای شي چې افغانستان په نړیواله کچه د یوه ناامنه او بېثباته هېواد په توګه وښودل شي. د نوموړي په باور، د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره باید د یو بل د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو درناوی وشي.
ډاکټر جنت چکري په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل غوره لاره ډیپلوماسي، خبرې اترې او مذاکرات دي. نوموړي ویلي، پاکستان باید له افغانستان سره خپلې ستونزې د تفاهم او متقابل درناوي له لارې حل کړي، څو د دواړو هېوادونو خلک په یوه سولهییز او ارام چاپېریال کې ژوند وکړي او افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.
