په یمن کې د دښمن په اډو او مرکزونو کې د پاکستاني ځواکونو شتون مستقیم یرغل ګڼو

په یمن کې د دښمن په اډو او مرکزونو کې د پاکستاني ځواکونو شتون مستقیم یرغل ګڼو

کابل؛ افاق خبري اژانس: د یمن دفاع وزارت د تخنیکي ملاتړ دفتر مشر عبدالسلام سفیان، د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د پاکستاني دفاعي تجهیزاتو، سیسټمونو او پوځي سلاکارانو د شتون د راپورونو په اړه د افاق خبریال ته ویلي: « موږ په یمن کې د دښمن په اډو او مرکزونو کې د پاکستاني ځواکونو شتون مستقیم یرغل ګڼو.»
نوموړي زیاته کړې، په یمن کې د دښمن په اډو او مرکزونو کې د پاکستاني ځواکونو شتون هم د عربستاني یرغلګرو د شتون په څېر دی او هماغه ‌ډول چلند به ورسره وشي.
عبدالسلام سفیان وايي، نن ورځ موږ د سعودي عربستان هر برخه او د هغوی داخلي اجیران په نښه کوو او هر بهرنی ځواک چې دې سیمو ته ننوځي زموږ لپاره مشروع هدف دی.

مطالب بیشتر:  د ټرمپ او زلنسکي د لیدنې ستاینه او غنده؛ د اوکراین جګړې برخلیک به څنګه شي؛

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *