کابل؛ افاق خبري اژانس: ایران، پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې په تهران کې د پرونۍ غونډې په ترڅ کې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د سولې او امنیت ډاډمنولو لپاره د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده.
د ایراني رسنیو د راپورله مخې، په دې غونډه کې د سیمهییز امنیت، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې د پایلو او په فلسطین او لبنان کې د پرمختګونو په اړه خبرې شوې دي.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي په کوربهتوب ترسره شوه چې د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم ګالین ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې د تهران په غونډه کې د مکې تړون غړو هېوادونو او ایران یوازې د خبرو پر دوام او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او هېڅ کوم ځانګړی تړون نه دی لاسلیک شوی.
