افغانستان ته د پاکستان صادرات ۸۸ سلنه کم شوي

افغانستان ته د پاکستان صادرات ۸۸ سلنه کم شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: افغانستان ته د پاکستان صادرات د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۸۸.۳۴ سلنه کم شوي او د تېر کال له ۱۶۱.۷۶ میلیون ډالرو څخه ۱۸.۸۶ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېتې وروسته چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ځنډولې، د پاکستان واردات هم ۹۴.۴ سلنه کم شوي او له ۴.۵۲ میلیون ډالرو څخه ۲۵۰ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان سوداګریز کسر له نهو ګاونډیو هېوادونو، افغانستان، چین، بنګله‌دېش، سریلانکا، هند، ایران، نیپال، بوټان او مالدیف سره ۲۶.۶۲ سلنه زیات شوی او ۴.۹۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

په دې موده کې د پاکستان صادرات ۶.۷۲ سلنه کم شوي، خو واردات یې ۱۹.۷۹ سلنه زیات شوي دي. له چین څخه واردات هم ۱۹.۷۶ سلنه زیات شوي او ۵.۸۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

مطالب بیشتر:  د WFP له رییس د متقي غوښتنه؛ د بشري مرستو ترڅنګ انکشافي برخې ته پام زیات کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *