افغان ورزشکارانو په اسیايي سیالیو کې ۷ مډالونه ګټلي

افغان ورزشکارانو په اسیايي سیالیو کې ۷ مډالونه ګټلي

کابل؛ افاق خبري اژانس: افغان ورزشکارانو د سویلي اسيا ٢٠٢٦ کال ای ټي اېف تکواندو اتم پړاو سیالیو کې دوه د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او یو د برونزو مډال ګټلی دی.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ په انفرادي، ګروپي او د فورم د اجرا په ډول ترسره شوې، چې سمیر رحماني یو د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برنزو مډال، عزیز محمد قادري یو د سرو زرو او یو د سپینو زرو او علي اکبر رضایي دوه د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.

سرچینه زیاتوي، د سویلي اسيا ٢٠٢٦ کال ای ټي اېف تکواندو اتم پړاو سیالیو کې له افغانستانه دری ورزشکارانو او یو پلاوي ګډون کړی و.

دغه سيالۍ د نيپال په کوربتوب کټمنډو ښار کې د پنځو هېوادونو په ګډون د نومبر میاشتې له ٢٠مې تر  ٢٢مې نېټې ترسره شوې دي.

مطالب بیشتر:  د هسپانیې او اتریش د لوبې لنډیز | د ۲۰۲۶ نړیوال جام + ویډیو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *