کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش له هوکړې پرته د دغه سازمان د اقلیمي سرمشریزې (COP31) پای ته رسېدو په اړه مایوسي څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې د فوسیلي سون توکو صنعتونو ګټې له نړیوالې تودوخې سره د مبارزې لپاره د خبرو اترو د پرمختګ مخه نیولې ده.
ګوترېش پرون په ترکیه کې د غونډې له پای وروسته ویلي، یوې جامع هوکړې ته د نهرسېدو له کبله ډېر مایوسه دی او د هغو کسانو په نارضایتۍ کې شریک دی، چې تمه یې درلوده حکومتونه د اقلیمي بحران په اړه جدي اقدام وکړي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړی، چې د فوسیلي سون توکو صنعتونو ګټې باید له اقلیمي بحران سره د مبارزې لاره ونه تړي، او ټینګار یې کړی چې ساینسي شواهد ښيي، نړۍ دې برخه کې بېړني اقدام ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو ۳۱مه غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ د نفت، ګازو او ډبرو سکرو د کارونې پر کمولو او د وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلون له نورو منفي پایلو سره د مبارزې لپاره د ۱۲۰ میلیارده ډالرو مرستې چمتو کولو پر سر اختلاف د وروستۍ هوکړې مخه ونیوله.
یاده غونډه د روانې نومبر میاشتې له ۹مې تر ۲۲مې نېټې د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شوه.
