ټرمپ: د ډیموکراټانو له بریا سره د ایران بریدونه زیات شوي

ټرمپ: د ډیموکراټانو له بریا سره د ایران بریدونه زیات شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس د نومبر دریمې نېټې په منځنۍ دورې ټاکنو کې د ډیموکراټانو بریا د ایران د بریدونو د زیاتوالي او د دغه هېواد د ونډو د بازار د راټیټېدو لامل بللې ده.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په «ټروټ سوشل» ټولنیز پاڼه کې لیکلي، چې هغه له ټاکنو مخکې خبرداری ورکړی و چې د ډیموکراټانو بریا به د ونډو په بازار کې د چټک کمښت او د ایران د بریدونو د زیاتوالي لامل شي. هغه زیاته کړې، ایران تېره اونۍ د تېر کال په پرتله تر ټولو ډېر ډرونونه او توغندي ویشتلي، خو ټول بریدونه شنډ شوي او هېڅ زیان یې نه دی اړولی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د استازو په جرګه کې د دیموکراټ ګوند مشر، حکیم جفریز ویلي، له ایران سره د امریکا د جګړې پای ته رسول به په کانګرس کې د دغه ګوند له اصلي لومړیتوبونو څخه وي.

نوموړي سي بي ایس ته ویلي، له ایران سره جګړې د سون توکو، خوراکي توکو او تېلو بیې لوړې کړې، او د ډونالډ ټرمپ ګمرکي تعرفو هم د امریکایي وګړو د ژوند لګښت لوړ کړي دي.

مطالب بیشتر:  لاوروف: پر ایران بیا برید له اور سره لوبه کول دي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *