تېره میاشت له هرات څخه د ۲۱.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي او کاني توکي صادر شوي

تېره میاشت له هرات څخه د ۲۱.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي او کاني توکي صادر شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د روان کال په لړم میاشت کې له هرات څخه د څه باندې ۲۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صنعتي او کاني توکي بهر ته صادر شوي دي.

د هرات مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۱۴ میلیونه، ۴۱۶ زره ډالره په صنعتي محصولاتو او ۷ میلیونه او ۸۲ زره ډالره د کاني توکو صادراتو پورې اړه لري.

پنبه له څه باندې ۱۳ میلیون ډالرو سره د هرات د صنعتي صادراتو تر ټولو لویه برخه جوړوي: د کاني موادو په برخه کې هم د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت د سربو ډبرې صادرې شوې. همدارنګه په ‌دې موده کې نږدې ۳۱زره ټنه کاني مواد صادر شوي دي.

مطالب بیشتر:  کابل کې سیمه‌ییز غونډه؛ د ننګونو او فرصتونو ارزونه

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *