د افغانستان – منځني اسیا هېوادونو او د اذربایجان جمهوریت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکزونو او فکري بنسټونو لومړۍ غونډه د «سیمهییزو همکاریو په پراختیا کې د فکري بنسټونو سټراټیژیک رول» تر سرلیک لاندې نن په کابل کې جوړه شوه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د دې غونډې د پیل په وینا کې د سیاسي ژمنو د عملي کولو او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د یوه تخصصي میکانیزم پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
نوموړي همداراز د داعش ګواښ، اقلیمي بدلونونه، اقتصادي او ټرانزیټي فرصتونه او د سیمهییز روایت د رامنځته کولو اړتیا، مهمه وبلله.
«د نننۍ غونډې اصلي موخه د تحلیلي خبرو اترو، د تخصصي لیدلورو د تبادلې او د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د سیمهییزو همکاریو د راتلونکي اړوند مهمو موضوعاتو په اړه د پالیسۍ پر بنسټ د حللارو د وړاندې کولو لپاره د یوه مناسب چوکاټ برابرول دي».
امیر خان متقي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د داعش ګواښ د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ګډه اندېښنه یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې د دې ګواښ پر وړاندې دې اړین اقدامات وشي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اسلامي امارت پر چمتووالي ټینګار وکړ.
«په ګډ سیمهییز چاپېریال کې روانو جګړو او شخړو د اقتصاد، ټرانسپورټ او د خوړو او انرژۍ د امنیت په ځنځیرونو کې ژور بدلونونه رامنځته کړي دي. په داسې شرایطو کې، مطالعاتي او څېړنیز مرکزونه یوازې علمي بنسټونه نه دي، بلکې د سیمهییزې ډیپلوماسۍ د فکري شریکانو او خوځښتونو په توګه کولی شي د دغو شخړو د مدیریت او د سیمهییزې همغږۍ د پیاوړتیا لپاره علمي او عملي حللارې وړاندې کړي».
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ او دغه تفاهملیک یې د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام وباله.
له بلې خوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس، ذاکر جلالي، په خپلو خبرو کې د سیمې هېوادونو له لوري د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع ته په اشارې سره، له ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو سره د تعامل او اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې له سیمهییزو هېوادونو سره د تعامل او همکاریو د پراختیا تګلاره غوره کړې ده. په همدې لړ کې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلوونکي پل په توګه پېژندل کېږي او د هغه جیوپولیټیک موقعیت د دوو مهمو اقتصادي او ټرانزیټي سیمو د نښلوونکې کړۍ په توګه یادېږي.
