اوچا: افغانستان کې د بشري ناورین ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي

اوچا: افغانستان کې د بشري ناورین ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په افغانستان کې پراخې لوږې، د ماشومانو د خوارځواکۍ ګواښ، وچکالۍ او د خلکو د معیشت کمزورتیا د میلیونونو وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.
اوچا زیاتوي، پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونو اړینو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی ستونزمن کړی او د ژمي په رارسېدو سره د بشري ناورین خطرونه هم مخ پر زیاتېدو دي.
دغه دفتر ټینګار کړی، چې په افغانستان میلیونونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو ویلي و،  په افغانستان کې د ۸.۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالي سرچینو کمښت، ۱۴۰زرو اړمنو ته د مرستو رسولو بهیر له ګواښ سره مخ کړی دی.

مطالب بیشتر:  د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو دوام؛ وروستیو سېلابونو پراخ مالي زیانونه اړولي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *