شویګو: د افغانستان ثبات د مرکزي اسیا په امنیت او پرمختګ مستقیمه اغېزه لري

شویګو: د افغانستان ثبات د مرکزي اسیا په امنیت او پرمختګ مستقیمه اغېزه لري

کابل؛ افاق خبري اژانس: د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د افغانستان د ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، د دغه هېواد ثبات په مستقیمه توګه د مرکزي اسیا په امنیتي وضعیت اغېزه کوي او د ګډو امنیتي او اقتصادي ننګونو د حل لپاره له کابل سره رغنده همکاري اړینه ده.

نوموړي نړیوال تروریزم، افراطیت او د نشه‌يي توکو قاچاق سیمې ته جدي ګواښونه یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې له کابل سره همکاري باید د امنیت، اقتصاد او سیمه‌ییزې پراختیا برخې تر پوښښ لاندې راولي.

د روسیې د امنیت شورا منشي د روسیې او ګرجستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ملاتړ هم کړی او د سیمه‌ییزو ستونزو لپاره یې د سیاسي او ډیپلوماټیکو حل لارو غوښتنه کړې ده.

د انېټرفاکس د راپور له مخې، شویګو دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د خپلواکو او مشترک المنافع هېوادونو د امنیت شورا د مشرانو په ۱۴مه کلنۍ غونډه کې کړې دي.

مطالب بیشتر:  خبری میز- د جګړې او ترینګلتیاوو پر دوام د پاکستاني پوځ ټینګار

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *