نورستان کې ۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

نورستان کې ۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د نورستان د والي ویاند فريدون صميم وايي، په دغه ولایت کې د اسلامي امارت او همکارو مؤسسو له لوري د ۶ میلیاردو او ۷۹۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۲۷ پرمختیايي پروژې پلې شوې؛ دغه پروژې د سړکونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، اوبو رسولو شبکو او نورو عامه تاسیساتو جوړول رانغاړي.
نوموړی زیاتوي، ۸۰ پروژې د اسلامي امارت او ۴۷ نورې د همکارو مؤسسو په مالي لګښت بشپړې شوې، چې د سیمې د عامه خدمتونو په پراختیا او د خلکو د ستونزو په هواري کې یې مهم رول لوبولی دی.

مطالب بیشتر:  د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ هرمز تنګی تړل کېدل او د بریدونو پیل

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *