د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ هرمز تنګی تړل کېدل او د بریدونو پیل

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ هرمز تنګی تړل کېدل او د بریدونو پیل

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې یوځل بیا ترینګلې شوې. ایران د هرمز تنګي د تړلو اعلان کړی او ترڅنګ یې امریکا ویلي چې، په ایران کې یې پر پوځي هدفونو بریدونه کړي دي.
تازه کړکېچ هغه مهال پراخ شو چې ایران په هرمز تنګي کې پر یوې کانټینري بېړۍ د خبرداري ډزې وکړې او د دغه مهمې سمندري لارې د بیا تړلو اعلان یې وکړ.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ زیانمنه شوې بېړۍ «اېم/وي جي اېف اېس ګلېکسي» ماډل او د قبرس هېواد بللې چې د انجن خونې ته یې سخت زیان رسېدلی او د عملې یو ملکي غړی هم ورک شوی دی.
د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام
«د ایران له خوا د سوداګریزې بېړۍ له زیانمنېدو وروسته، د امریکا ځواکونو ایران کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي. دا عملیات د ولسمشر په امر ترسره شوي چې د هغو ګواښونو مخنیوی دی چې په سیمه کې د ملکي بېړیو او سمندري تګ راتګ پر وړاندې رامنځته شوي دي».
ایران بیا ویلي، دغه بېړۍ له ټاکل شوې سمندري لارې پرته روانه وه او د امنیتي ځواکونو خبرداری یې له پامه غورځولی و.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو په وینا، هرمز تنګی به تر هغه تړلی وي، څو د دوی په خبره د امریکا لاسوهنه په سیمه کې پای ته ونه رسېږي.

«د بهرني ناقانونه لاسوهنې له امله د رامنځ‌ته شوې ناامنۍ په پایله کې، هرمز تنګی تر بلې خبرتیا او په سیمه کې د امریکا د لاسوهنو تر پای ته رسېدو پورې تړل کېږي چې هېڅ بېړۍ ته به د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي که یرغلګر د دې پېښې په پلمه پر ایران نوی برید وکړي، سخت ځواب به ورکړل شي او په سیمه کې به د دښمن نوې اډې په نښه شي».
هاخوا بیا د ایران د مجلس رییس محمد باقر قالیباف هم ورته ګواښ کړی او امریکا پر ژمنو او پرېکړو ماتولو تورنه کړې ده.
«د یو اړخیزو هوکړو دوره پای ته رسېدلې ده، تاسو ته موږ ویلي چې پر خپلو ژمنو ودریږئ. له واقیعتونو سره د مخامخ کېدو وخت راسېدلی. که پر ژمنو عمل ونه کړئ نو د خپلو تیروتنو بیه به پرې کړې».

مطالب بیشتر:  ککړه هوا، سړې شپې او کمزوری مدیریت؛ کابل د ژمي له سخت بحران سره مخ دی

د راپورونو له مخې، د هرمز تنګي تړل کېدو د انرژۍ نړیوال بازارونه اغېزمن کړي، ځکه د جګړې تر پیل مخکې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه نفت او مایع طبیعي ګاز له همدې لارې لېږدول کېدل. د نفتو بیې لوړې شوې او د نړیوال انفلاسیون او اقتصادي سستوالي اندېښنې زیاتې شوې دي.
له دې تازه پوځي کړکېچ ورهاخوا، د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي او سیاسي خبرې هم روانې دي. د راپورونو له مخې، ایران، امریکا، قطر او پاکستان د خبرو اترو د تنظیم لپاره لپاره په اړیکې کې دي، خو تر اوسه د دغو هڅو د پایلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *