هاتف مختار: داعش د افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی

هاتف مختار: داعش د افغانستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی

کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز مشر هاتف مختار له افاق خبري اژانس سره په مرکه کې د داعش د ګواښ، د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت، له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت پر اړیکو او د افغانستان د امنیتي او استخباراتي ادارو د پیاوړتیا پر اړتیا خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، د داعش اصلي مرکزونه له افغانستانه بهر دي او دغه ډله د یوې نړیوالې پدیدې په توګه د منځنۍ اسیا په ګډون د سیمې او نړۍ ټولو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.

مختار ویلي، داعش یوازې د افغانستان امنیتي ستونزه نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت یې هم له ګواښ سره مخ کړی، او د دغې ډلې د فعالیتونو د مهارولو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا ده.

دغه شنونکي ټینګار کړی، چې چین او نور سیمه‌ییز او نړیوال هېوادونه باید د افغانستان له امنیتي او استخباراتي ادارو سره د استخباراتي معلوماتو په شریکولو، تجهیز او پیاوړتیا کې همکاري وکړي. نوموړي ادعا کړې، داعش د پاکستان له لارې افغانستان او نړۍ ته ګواښ پېښوي او که سیمه‌ییز هېوادونه په رښتیا غواړي د دغې ډلې فعالیتونه محدود کړي، باید له افغان استخباراتي ادارو سره مستقیمه همکاري وکړي او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

هاتف مختار د استخباراتو د عمومي رئیس عبدالحق وثیق وروستۍ څرګندونې هم پر ځای بللې او ویلي یې دي، د داعش ګواښ یوازې افغانستان نه، بلکې نړیوال امنیت هم اغېزمنولای شي. د نوموړي په باور، د دغه ګواښ پر وړاندې مبارزه ګډې سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

دغه شنونکي د ملګرو ملتونو پر دریځ هم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه سازمان باید د اسلامي امارت په اړه خپله تګلاره بدله او اوسنی نظام د افغانستان د واقعي واکمن نظام په توګه په رسمیت وپېژني. د هغه په وینا، اسلامي امارت په هېواد کې امنیت ټینګ کړی او د اقتصادمحور سیاست او سیمه‌ییز اتصال پر بنسټ د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي. مختار زیاته کړې، که ملګري ملتونه په رښتیا غواړي د داعش ګواښ مهار کړي، باید له اسلامي امارت سره مستقیمې خبرې وکړي، پر دغه نظام لګېدلي بندیزونه لرې کړي او د افغانستان د امنیتي ادارو د پیاوړتیا لپاره لازم امکانات برابر کړي.

مطالب بیشتر:  کابل سره د اړیکو پر پراختیا د نوي ډیلي ټینګار

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی، چې پر هغو هېوادونو باند بندیزونه ولګول شي چې د داعش حضور ته زمینه برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *