د کابل او اسلامآباد ترمنځ له نښتو او تاوتریخوالي د یوې میاشتې په تېرېدو سره، د اسلامي امارت سرچینو د چین په منځګړیتوب د یاد هېواد په ارومچي ښار کې د خبرو اترو له پیل خبر ورکړی دی. د سرچینې په وینا، په همدې تړاو د اسلامي امارت یو پنځه کسیز پلاوی د خبرو اترو په موخه ارومچي ته رسېدلی دی.
د دې پلاوي په ترکیب کې له بهرنیو چارو وزارت محبالله وثیق او عبدالحی قانت، له کورنیو چارو وزارت عارفالله، له دفاع وزارت روحالله عمر او د استخباراتو له عمومي ریاست یحیی تکل شامل دي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «دا شخړه یوازې د کابل او اسلامآباد ترمنځ نه، بلکې تر یوه حده د امریکا متحده ایالاتو د سیالیو او غوښتنو سره هم تړاو لري. د تاوتریخوالي دوام د دواړو خواوو ترمنځ په مستقیمو ستونزو کې ریښه لري او پرته له روښانه خبرو او تفاهم یې حل ستونزمن دی.»
په ورته وخت کې، د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، د چین له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت او د تروریزم پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د سیاسي چارو بل شنونکی اختر محمد راسخ آفاق سره په دې اړه وویل: «چین په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی، خو پاکستان د امریکا د شین څراغ له مخې په ناامنۍ، جګړه او تروریزم کې رول لوبولی او لا هم د لوېدیځو پروګرامونو او اجنډاوو په چوکاټ کې د بېثباته کوونکو سیاستونو پر مخ وړلو ته دوام ورکوي.»
خو اوس پوښتنه دا ده، چې آیا دا خبرې اترې به کومې پایلې ته ورسېږي او تاوتریخوالی به راکم شي که بیا به د بېباورۍ له امله بنبست سره مخامخ شي؟
خلیل احمد نادم، د سیاسي چارو شنونکی وايي: «زه فکر نه کوم هغه مذاکرات چې ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ په چین کې ترسره شي، کومه پایله به ولري، ځکه پاکستان تل نامعقول او غیرعملي غوښتنې مطرح کوي؛ هغه څه چې د افغانستان د دولت له وسه پورته دي. د بېلګې په توګه د TTP موضوع، په داسې حال کې چې دا ډله د پاکستان دننه فعالیت لري او خپله پاکستان ورسره ښکېل دی.»
د چین په منځګړیتوب د کابل او اسلامآباد ترمنځ خبرې اترې داسې مهال پلېږي، چې بېجېنګ په وروستیو میاشتو کې څو ځله د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي کاوبو کولو هڅې کړې دي. دا بهیر ښيي چې بېجینګ غواړي په سیمه کې ثبات ټینګ او د بحران د پراخېدو مخه ونیسي.
