په اوو ولایتونو کې د ۶ ښوونځیو ودانیزې چارې بشپړې شوې

په اوو ولایتونو کې د ۶ ښوونځیو ودانیزې چارې بشپړې شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: پوهنې وزارت وایي، تېرې اوونۍ په کابل، غزني، پکتیکا، غور، سرپل، میدان‌وردګ او بدخشان ولایتونو کې د ۶ ښوونځیو ودانیزې چارې بشپړې او د ۵ نورو د جوړېدو چارې روانې دي. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو ښوونځیو پر جوړېدو څه باندې ۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

پوهنې وزارت زیاته کړې، چې په کابل، بدخشان او ننګرهار ولایتونو کې د یو شمېر کسانو لخوا ۷ میلیونه ۳۳۶ زره او ۷۴۰ افغانۍ تعلیمي مرکزونو ته ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په ځینو ولایتونو کې د ښونیزو ودانیو د کمښت له کبله زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

مطالب بیشتر:  پکتیکا کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه؛ ۱۶۰ کیلوګرامه مواد له منځه وړل شوي

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *