پکتیکا کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه؛ ۱۶۰ کیلوګرامه مواد له منځه وړل شوي

پکتیکا کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه؛ ۱۶۰ کیلوګرامه مواد له منځه وړل شوي

د پکتیکا امنیه قومنداني وایې، د کشفي معلوماتو، امنیتي ګزمو او چیک‌پوسټونو له لارې یې د نشه‌یي توکو د قاچاق او استعمال د مخنیوي هڅې ګړندۍ کړې دي. د امنیه قومندانۍ اړوند د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په تېر یوه کال کې ۱۶۰ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌یي کشف او له منځه وړي دي؛ خو روغتیايي او اقتصادي کارپوهان بیا د دې موادو د دوامدارو زیانونو په اړه اندېښنه لري.

د پکتیکا ولایت امنيه قومندان مل پاسوال امین‌الله طیب وایي، د دې پدیدې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه په بېلابېلو سیمو کې ګرځنده ګزمې کوي، چیک‌پوسټونه فعال ساتي او د کشفي معلوماتو پر بنسټ اقدامات ترسره کوي. د هغه په خبره، موخه یې دا ده چې د نشه‌یي توکو د قاچاق او خپرېدو مخه ونیسي او دغه پدیده په بشپړ ډول له منځه یوسي.

د امنیه قومندانۍ د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت بيا وایې، د يو کال په جريان کې یې ۱۶۰ کيلو ګرامه نشه یې توکي نيولي. د دغه مدیریت مسوولین زیاتوي، چې ۱۶۰ کيلو ګرامه هغه نشه يې مواد یې له نيولو وروسته د يو ګډ پلاوي په شتون کې له منځه وړي، چې په بېلابېلو سیمو کې یې نيولې وو.

د نشه یې توکو د محوې پلاوی هم وایې چې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه د هيواد لپاره خورا مهم ګام دی او په خبره یې، د دوی هڅه دا ده څو پکتیکا ولایت له دې ناوړه پديدې پاک کړي.

مسوولین زياتوي، په مختلفو سيمو کې ناڅافي چيک پوسټونه، کشفيات او د نشه‌یي توکو د انتقال او قاچاق د مخنیوي ترڅنګ، د عامه پوهاوي پروګرامونه یې هم ترسره کړي دي. د دوی په وینا، په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې له درملتونونو څارنه هم شوې، څو تاریخ تېره دواوې او هغه درمل چې د نشه‌یي توکو د بدیل په توګه کارول کېدای شي، په غیرقانوني ډول ونه پلورل شي.

مطالب بیشتر:  د برېښنایي پېژندپاڼو وېش دوام؛ تېرو ۵ میاشتو کې څه باندې ۸۵۰ زره کسانو ته وېشل شوې

خو د نشه‌یي توکو ستونزه یوازې د قانون پلي کوونکو ادارو موضوع نه ده؛ روغتیايي فعالان یې د انسان د روغتیا لپاره جدي ګواښ بولي. د زړه او داخله ناروغیو متخصص میرویس ولي ګټوازی آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړې، چې نشه‌یي توکي د انسان پر عصبي سیستم ناوړه اغېز کوي، جسمي او رواني حالت یې زیانمنوي او د روږدي کس د ژوند ترڅنګ د هغه پر کورنۍ او ټولنیز چاپېریال هم اغېز ښندي.

بل لور ته د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، اعتیاد د یوه کس تر څنګ د هغه کورنۍ او ټولنې ته هم اقتصادي زیان رسوي. د اقتصادي چارو کارپوه اکبرخان ریحان آفاق سره خبرو کې زیاتوي، چې روږدي کسان د خپل اعتیاد د دوام لپاره له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي او په ځینو مواردو کې ممکن پر غلا او نورو ناقانونه کړنو لاس پورې کړي.

که څه هم د پکتیکا امنیتي مسوولین د نشه‌یي توکو د مخنیوي په برخه کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو خبره کوي، خو د روغتیا او اقتصاد برخې کارپوهان وایي، د دې ستونزې د دوامدارې کمېدو لپاره یوازې د مجرمینو نیول او د ترلاسه شویو نشه‌یي توکو له منځه وړل بسنه نه کوي. د دوی په باور، د مخنیوي ترڅنګ د عامه پوهاوي پراختیا، د روږدو کسانو درملنه او د ځوانانو د ساتنې لپاره ګډې هڅې هم مهمې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *