کابل؛ افاق خبري اژانس: د ایران د صنعت، سوداګرۍ، کرنې او چرګانو روزنې برخو متخصصینو یوه ګډ پلاوي په ننګرهار کې د شېخ مصري صنعتي پارک له یو شمېر فابریکو لیدنه کړې او د دغه ولایت له پانګوالو او صنعتکارانو سره یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، پانګونې او سوداګرۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې. د جلالاباد لپاره د ایران سرقونسل مجید رضا پناه ویلي، د دغه سفر موخه په ختیځ زون کې د کرنې میکانیزه کول، د کرنیزو ماشینونو او وسایلو په تولید کې ګډ کار او د سوداګریزو هوکړهلیکونو لاسلیکول دي.
د پلاوي غړو په ختیځو ولایتونو کې د ګډو همکاریو، پانګونې او ظرفیت لوړولو لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونو د پلي کولو ژمنه هم کړې ده.
د ننګرهار ولایت ویاند احسانالله عثماني ویلي، چې ولایتي اداره په صنعت، سوداګرۍ او کرنې برخو کې له ایران سره ګډ کار او د تجربو شریکولو ته چمتو ده.
