کابل؛ افاق خبري اژانس: د نومبر په ۲۰ او ۲۱ د ځوانانو او کارګرانو لاریونونو یوه نوې څپې د ۲۵ اروپايي هېوادونو شاوخوا ۴۰۰ ښارونو ته وغځېده. لاریون کوونکو د ژوند او استوګنې لګښتونو کمولو، لوړو معاشونو، د زده کړې او عامه خدماتو لپاره د ډیر تمویل، د پوځي لګښتونو کمولو او اقلیمي بحران ته د رسېدو غوښتنه کوي.
