کارکوونکو ته د خوندي کاري چاپېریال پر رامنځ‌ ته کولو خبرې شوې

کارکوونکو ته د خوندي کاري چاپېریال پر رامنځ‌ ته کولو خبرې شوې

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د قواعدو، شرایطو د ښه‌والي او خوندیتوب رییس حسین‌احمد مدني د اسلامي هېوادونو د کار سازمان په انلاین کنفرانس کې د وینا پر مهال د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب پر مسلو ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد کنفرانس ګډونوالو په کاري چاپېریال کې د خطرونو د مخنیوي، د کارکوونکو د روغتیا او خوندیتوب، د کاري ناروغیو د مخنیوي او د خوندي کاري چاپېریال د رامنځ‌ته کولو پر لارو چارو خبرې کړې.

سرچینه زیاتوي، د کنفرانس په پای کې په کاري چاپېریال کې د روغتیا او خوندیتوب په اړه د نړیوالو همکاریو پر اړتیا، د تجربو او معلوماتو پر شریکولو، د تخنیکي همکاریو پر پیاوړتیا او د اړوندو ادارو ترمنځ د دوامدارې همغږۍ پر رامنځ‌ته کولو ټینګار شوی دی.

دا کنفرانس د ۱۰۸ هېوادونو او سازمانونو د استازو په ګډون د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسلامي همکاریو د حرفوي خوندیتوب او روغتیا شبکې له لوري جوړ شوی و.

مطالب بیشتر:  روغتیایي بنسټونو ته د نورجلال جلالي خبرداری؛ د ناغېړۍ په صورت کې مو جوازونه لغوه کوو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *