افغانستان د قطر او امریکا د ستراتیژیکو خبرو پر مېز

افغانستان د قطر او امریکا د ستراتیژیکو خبرو پر مېز

کابل؛ افاق خبري اژانس: قطر او امریکا د ستراتیژیکو خبرو په اتمه غونډه کې د غزې، ایران، سوریې او لبنان له مسلو سره یوځای افغانستان هم د بحث وړ موضوع اعلان کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا غونډه د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني په مشرۍ ترسره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، دواړو خواوو د ګډې بهرنۍ پالیسۍ پر لومړیتوبونو، سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو او د همکارۍ د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې. په اعلامیه کې د افغانستان په اړه د بحث شویو ځانګړو مسلو یا د کوم نوي تړون په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي. همدارنګه په یاده غونډه کې د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې همکاریو پر پراخولو، د دفاعي او امنیتي همکاریو پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او هرمز تنګي کې د تګ راتګ ډاډمنولو په اړه هم خبرې شوې دي.

محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني پر خپله ایکسپاڼه لیکي، چې د قطر او امریکا ترمنځ ستراتیژیکې خبرې اترې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اداري چوکاټ کې ترسره کېږي.

مطالب بیشتر:  له سیاسي تورونو تر اقتصادي خنډونو؛ پاکستان له افغانستانه څه غواړي؟

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *