ایزنکوټ: باید د ایران اټومي ظرفیت له منځه یوسو

ایزنکوټ: باید د ایران اټومي ظرفیت له منځه یوسو

کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسراییلو د یاشر ګوند مشر ګادي ایزنکوټ د اسراییلو په پارلمان کې د دغه ګوند غونډه کې ویلي، دا مهال د ایران له خوا هېڅ مستقیم او سمدستي ګواښ نشته چې د نوي حکومت له جوړېدو مخکې یې پر وړاندې پوځي اقدام اړین وي.

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، ایزنکوټ زیاته کړې، چې دا مهال د ایران لخوا تر ټولو جدي ګواښ د دغه هېواد د شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه غني شويو یورانیمو زېرمې دي او اسراییل باید د ایران د اټومي ظرفیت پر له منځه وړلو تمرکز وکړي.

دا په داسې حال ده چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا پر دغه هېواد د هر ډول برید او بندیز په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې د ایران پر وړاندې جګړه کې امریکا او اسراییل خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او دا یې د ماتې په مانا ده.

مطالب بیشتر:  د ایران او امریکا نښتې؛ کویټ، ادرن او بحرین کې امریکايي اډې ویشتل شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *