کابل؛ افاق خبري اژانس: د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې د اسیا ځوانانو جام سیالیو په لړ کې هانګ کانګ ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې هانګ کانګ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۶۷ منډو هدف ټاکه، چې افغان لوبډلې په یوولسم اوور کې پوره کړ.
د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا او دوهمه بنګلهدېش ته بایللې، او دا یې وروسته لوبه وه.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې په ۲۰۲۴ کال کې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.
