کابل؛ افاق خبري اژانس: د نوي کابل ښار پروژې اړوند د کابل–بګرام سړک د لومړۍ برخې د قیراچونې چارې بشپړې شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد سړک د جوړولو چارې په دوو کاري وختونو کې د شپې او ورځې پر مخ وړل کېدې.
د سرچینې په وینا، د یادې پروژې په بېلابېلو پړاوونو کې د ترسره شویو چارو د کیفیت د ارزونې لپاره لابراتواري ازموینې هم ترسره شوې دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې دغه وزارت او د نوي کابل ښار لوی ریاست هڅه کوي، څو د سړک جوړونې چارې په معیاري ډول بشپړې او د خلکو د تګ راتګ لپاره د مناسبو لارو زمینه برابره کړي.
