اختر محمد راسخ: پاکستان له سوداګرۍ د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي

اختر محمد راسخ: پاکستان له سوداګرۍ د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د سیاسي چارو شنونکي اختر محمد راسخ له افاق خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، پاکستان د سیاسي موخو لپاره د افغانستان پر وړاندې د سوداګرۍ لارې تړلې او د فشار د وسیلې په توګه یې له دې لارې د افغان سوداګرو او ولس اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي دي.

راسخ ویلي، په تېرو څلورو لسیزو کې پاکستان د بېلابېلو پلمو او دلایلو له مخې له افغانستان سره د سوداګرۍ لارې تړلې او تل یې هڅه کړې، چې د سیاسي او استخباراتي موخو لپاره له دې وسیلې ګټه واخلي. د نوموړي په باور، اسلام ‌اباد د سوداګریزو لارو له تړلو څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان ستونزې یوازې له افغانستان سره نه دي، بلکې دغه هېواد له هند او ایران سره هم کړکېچنې اړیکې لري. د هغه په وینا، د پاکستان او هند ترمنځ دښمني او د سوداګریزو لارو تړل دواړو هېوادونو ته اقتصادي زیانونه اړوي، چې اصلي سیاسي ریښه یې د کشمیر پر سر اختلافات دي.

دغه شنونکي ټینګار کړی، چې د پاکستان او هند ترمنځ اوږدمهاله سیاسي، پوځي او استخباراتي کړکېچونو د دواړو هېوادونو ولسونه له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي. د نوموړي په باور، د دغو اختلافاتو دوام نه یوازې سیمه‌ییز ثبات اغېزمنوي، بلکې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې هم زیانمنوي. راسخ د پاکستان او ایران اړیکو ته په اشارې ویلي، چې په دې برخه کې هم د اسلام ‌اباد دوه‌ګونی سیاست څرګند دی؛ ځکه پاکستان کله د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي او کله بیا له ایران سره د سوداګریزو لارو په تړلو سره پر دغه هېواد فشار راوړي.

مطالب بیشتر:  ایران کې مېشت اته میلیونه افغان کډوال؛ مولوي عبدالکبیر یې په اړه د نرمۍ او زغم غوښتنه وکړه

نوموړي په پای کې ټینګار کړی، چې د پاکستان دغه ډول سیاستونه نه یوازې ګاونډي هېوادونه زیانمنوي، بلکې د دغه هېواد ولس ته هم درانه اقتصادي زیانونه اړوي. د هغه په باور، اسلام‌ اباد د لوېدیځو هېوادونو او امریکا د ملاتړ او له هغوی سره د خپلو اړیکو د پیاوړتیا لپاره داسې تګلارې تعقیبوي، چې منفي پایلې یې د سیمې پر هېوادونو اغېز کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *