کابل؛ افاق خبري اژانس: د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، بهرني پانګوال کولای شي له افغان شریک پرته په افغانستان کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې ملاتړ کوي.
نوموړي نن سه شنبه د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د طبیعي سرچینو په سمې کارونې او د ښاري زیربناوو په پراختیا ټینګار کړی دی. حنفي همدارنګه په صنعتي سکتور کې د پرمختګ خبره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان صادرات باید زیات شي او په وارداتو تکیه راکمه شي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له صنعتکارانو د با کیفیته محصولاتو د تولید غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، هغه شرکتونه چې ټیټ کیفیت لرونکي توکي تولید یا یې وارد کړي، د دولتي ادارو لخوا به په تور لېست کې شامل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
