له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ: د پولیو واکسین د کومې ناروغي لامل نه کېږي

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ: د پولیو واکسین د کومې ناروغي لامل نه کېږي

کابل؛ افاق خبري اژانس: له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ د پولیو واکسین په اړه هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دغه واکسین د ناروغیو لامل کېږي.

دغه بنسټ ویلي، دا ادعاووې هېڅ علمي اساس نه‌لري او یاد واکسین د پولیو یا ګوزڼ ویروس پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې لپاره جوړ شوي دي. سرچینه زیاتوي، د ګوزڼ ضد واکسین په ټوله نړۍ کې د دغه ویروس د مخنیوي لپاره کارول کېږي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ټینګار کړی، چې د پولیو ضد واکسین له نړیوالو ساینسي معیارونو سره سم او د کیفیت او خوندیتوب له پلوه تر سختې څارنې لاندې ارزول شوي، او له خلکو یې هم غوښتي چې په دا ډول اوازو باور ونه کړي.

مطالب بیشتر:  یونیسف: په افغانستان کې د پولیو له منځه تلو ته هیله‌مند یو

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *