د ایران او امریکا ترمنځ د تازه نښتو په څلورمه ورځ، دواړو لورو پر یو بل د سختو ګوزارونو خبر ورکړی دی. د ایران د اسلامي انقلاب ځواکونو (سپاه پاسداران) ویلي، چې په تازه بریدونو کې یې په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا ګڼ پوځي اهداف په نښه او له منځه وړي دي.
سپاه پاسداران زیاته کړې، چې د «نصر۲» عملیاتو په څلورمه څپه کې یې په بحرین کې د امریکا د پنځم نسل سمندري بېړۍ د مدیریت او کنټرول مرکز اوهمداراز په کویټ کې د لودیځې اسیا لپاره د امریکا د پوځ اصلي لوجیستیي او د ملاتړ مرکزونه په نښه کړي دي.
«د نصر۲ عملیاتو په څلورمه څپه کې مو په کویټ، اردن او بحرین کې د امریکا د پوځ مهم پوځي او لوجیستیکي مرکزونه، د هوايي دفاع سیستمونه، د جنګي الوتکو ځالې، د قوماندې او کنټرول مرکزونه او د سون توکو زېرمې په نښه او له منځه یووړې».
په ورته وخت کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، چې ایران پر وړاندې یې د عملیاتو یوه بله څپه چې شاوخوا اووه ساعته یې دوام کړی، بشپړه کړې او د دې عملیاتو پر مهال یې هرمز تنګي ته نږدې د ایران په ساحلي سیمو کې ګڼ پوځي اهداف په نښه کړي دي.
سنټکام په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې امریکايي ځواکونو د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د تلونکو او راوتونکو بېړیو پر وړاندې سمندري کلابندي هم بېرته پیل کړې ده.
«د اووه ساعته عملیاتو په ترڅ کې مو هرمز تنګي ته نږدې د ایران لسګونه پوځي اهداف په نښه کړل، څو د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د ګواښ وړتیا نوره هم کمزورې شي».
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د سولهییز حل او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په موخه د منځګړو په هلو ځلو د اسلامآباد تفاهملیک ترلاسه شو، خو د امریکا له لوري د دغه تفاهملیک له پرلهپسې نقض وروسته، اوس د ایران د بهرنیو چارو وزارت حقوقي مرستیال کاظم غریبابادي ویلي، چې امریکایي لوري د هوکړې ټولې مادې تر پښو لاندې کړې او په خبره یې، د اسلامآباد تفاهملیک په نامه نور هېڅ هوکړه شتون نه لري.
سره له دې چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې لمن د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې خبرداری ورکړی، چې که ایران د خبرو اترو مېز ته حاضر نه شي، د امریکا پوځ به راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد برېښناکوټونه او پلونه بمبار کړي.
«بالاخره موږ به په ایران کې د انرژۍ اړوند هدفونه په نښه کړو. راتلونکې اوونۍ د پلونو وار دی. موږ به د هغوی ټول برېښناکوټونه له کاره وغورځوو او ټول پلونه به یې هم له کاره وغورځوو، مګر دا چې هغوی د خبرو مېز ته حاضر شي او مذاکره وکړي».
د ایران او امریکا ترمنځ نښتو د سیمې هېوادونو د چارواکو اندېښنې هم زیاتې کړې دي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي تازه په خپله لیکنه کې د امریکا او اسراییلو له لوري د ایران پر وړاندې وروستۍ جګړه یو داسې بحران بللی چې پایلې یې یوازې تر ښکېلو لورو نه محدودېږي، بلکې د عمان او د فارس خلیج هېوادونو خلک یې هم بیه پرې کوي.
