تېره میاشت هېواد ته څه باندې ۱۶زره کډوال راستانه شوي

تېره میاشت هېواد ته څه باندې ۱۶زره کډوال راستانه شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د لړم میاشتې راپور له مخې، دغه میاشت کې د تورخم له لارې ۶۲۸۸ تنه، د سپین بولدک له لارې ۲۰۲۰ تنه، د ورېښمو پله له لارې ۶۴۱۸ کسان، د بهرامچې له لارې ۷۹ تنه او د اسلام‌کلا بندر له لارې ۱۴۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، چې له یو شمېر راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرستې، د ټرانسپورټ، روغتیا او سیمکارتونو د وېش برخه کې هم مرستې شوې دي.

د سرچینې په وینا، په همدې موده کې له کابل څخه بېلابېلو ولایتونو ته ۶۸۰۷ تنه کډوال لېږدول شوي او د ټرانسپورټ د کرایې مرسته هم ورسره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنوري له لومړۍ د اکتوبر تر ۳مې نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱.۳۰ میلیونه تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

مطالب بیشتر:  کابل کې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په اړه غونډه شوې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *