کابل؛ افاق خبري اژانس: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره د اوکراین، روسیې، امریکا او اروپايي هېوادونو په ګدون د څلور اړخیزه خبرو اترو غوښتنه کړې، او ویلي یې دي، کيیف چمتو دی چې ژر تر ژره په دې خبرو اترو کې برخه واخلي.
د فرانسې ۲۴ شبکې راپور ورکړی چې زېلنسکي د دوشنبې په ورځ په برلین کې د ناټو د پارلماني اسمبلۍ په غونډه کې له مسکو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د نویو هڅو هرکلی کړی.
هغه ویلي، د اوکراین شریکان غواړي چې غونډه له کرسمس څخه مخکې ترسره شي؛ خو کيیف هیله لري چې دا خبرې هرڅومره ژره پیل شي. زېلنسکي ټینګار کړی چې اوکراین، امریکا او اروپايي هېوادونه باید د غونډې له پیل وړاندې پر یوه ګډه اجنډا هوکړه وکړي او اروپا هم باید د خبرو په مېز کې حضور ولري.
د اوکراین ولسمشر دا هم ویلي، د سولې هر ډول تړون باید د اوکراین او اروپايي هېوادونو ریښتینی امنیت تضمین کړي ترڅو روسیه له دې تړون څخه د بل برید لپاره د چمتووالي د فرصت په توګه کار وانهخلي.
