په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړهلیک له لاسلیکېدو لا درې اونۍ نه دي تېرې شوې، خو امریکا په یوه تازه اقدام کې د ایران د نفتو د صادراتو لنډمهاله معافیت لغوه او د دغه هېواد په سوېل کې یې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي؛ هغه څه چې د ایراني چارواکو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د امریکا د مالیې وزارت هغه دوهمیاشتنی معافیت لغوه کړی، چې له مخې یې ایران ته په محدود ډول د نفتو د صادراتو اجازه ورکړل شوې وه. واشنګټن دغه پرېکړه په هرمز تنګي کې د تېلو پر لېږدوونکو بېړیو له برید وروسته کړې او اعلان یې کړی، چې په دې تنګي کې د ایران کړنې ورته د منلو نه دي.
د واشنګټن له دې پرېکړې وروسته، د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د ایران پر وړاندې د تازه بریدونو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دا بریدونه پر سوداګریزو بېړیو د شویو بریدونو په ځواب کې شوي دي.«د ایران یرغلیز اقدامات د توجیې وړ نه دي، خطرناک دي او د اوربند
ښکاره نقض ګڼل کېږي. د امریکا بریدونه د ایران د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي دي».
له دې سره هممهاله، ایراني رسنیو د بندرعباس، سیریک او قشم په شاوخوا کې د څو چاودنو د غږونو له اورېدو خبر ورکړی دی.
د امریکا د دې بریدونو په غبرګون کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د نفتو د معافیت لغوه کېدل د وروستي هوکړهلیک له لسمې مادې څخه ښکاره سرغړونه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دې اقدام د پایلو مسوولیت به د امریکا د حکومت پر غاړه وي. دغه وزارت همداراز ټینګار کړی چې واشنګټن په تېرو ورځو کې، د لبنان په اړه د اسراییل د اقداماتو په ګډون، څو ځله د هوکړلیک مادې نقض کړې دي.
د دغو ترینګلتیاوو په دوام، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، له امریکا سره د وروستیو مذاکراتو پیل د ګواښونو له پای ته رسېدو سره مشروط بللی او ویلي یې دي، تر هغه چې د ایران پر وړاندې ګواښونه دوام ولري، د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به مذاکرات ونه کړي.
«د تفاهملیک دیارلسمه ماده په بشپړه توګه روښانه او څرګنده ده: تر هغه چې د ایران پر وړاندې ګواښونه دوام ولري، د وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به خبرې پیل نه شي. خپلې لاسلیک شوې ژمنې ته وفادار پاتې شئ».
په ورته وخت کې، د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف، هم د امریکا له لوري د هوکړهلیک نقض ته په اشارې، ټینګار کړی چې د زورواکۍ او باجاخیستنې دوره پای ته رسېدلې ده.
«امریکا د اسلاماباد له هوکړهلیک پرلهپسې سرغړونې کړې: په هرمز تنګي کې د ایران له همغږیو سرغړونه؛ د بریدونو دوام؛ د ایران د نفتو پر صادراتو بېرته بندیز؛ د ایران پر سوېل کې بریدونه او پر لبنان د صهیونیستانو د تېریو دوام. د زورواکۍ او باجاخیستنې دوره پای ته رسېدلې ده. دا کار به هېڅ پایله ونه لري. موږ به تسلیم نه شو».
وروستي تحولات ښيي، سره له دې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړهلیک لاسلیک شوی، د ژمنو د عملي کولو پر سر اختلافات لا هم پر خپل ځای دي او د ګواښونو او کړکېچونو دوام د وروستیو مذاکراتو د پیل او د اوربند د ټینګښت راتلونکی له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.
