کابل؛ افاق خبري اژانس: د خوست ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند طاهر احرار وایي، تېره شپه د قلندر ولسوالۍ په کوټکي سیمه کې یو فلانکوچ موټر د تخنیکي ستونزې له امله له سړکه اوښتی، چې له کبله یې یو کس ژوند بایللی او څلور نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، ټپیان او د وژل شوي کس جسد روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې ډېری وخت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکو اصولو د نه مراعت او سړکونو د خرابوالي له امله ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې د یو شمېر کسانو ژوند اخلي.
