کابل؛ افاق خبري اژانس: د الجزیرې د راپور له مخې، یوه نوې نظرپوښتنه ښيي، په متحده ایالاتو کې د رایې ورکوونکو اکثریت د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې سمدستي پای ته رسېدل غواړي.
د دغې نظرپوښتنې ۵۵ سلنه ځواب ویوونکو « له اوسنیو شرایطو پرته، همدا مهال د جګړې پای ته رسولو» سره موافقه کړې ده. دیموکراټان او خپلواک استازي د دغې سلنې لویه برخه جوړه وي؛ دوی په ترتیب له ۸۰ او ۵۹ سلنې سره موافق دي. شاوخوا ۲۵ سلنه جمهوري غوښتونکي هم ورته نظر لري.
د دیموکراټانو لوی اکثریت رایه ورکوونکو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ادارې د جکړې د پای ته رسولو لپاره د فشار راوړلو ملاتړ هم کړی دی.
