عراقچي: امریکا د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي

عراقچي: امریکا د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د کیمیاوي وسلو د پور په اړه د رویټرز راپور په غبرګون کې ویلي، امریکا د کیمیاوي وسلو په اړه دومره اندیښمنه ده چې د کیمیاوي وسلو د څارنې نړیواله اداره یې له کاره غورځولې.

هغه زیاته کړې، ښايي د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان (OPCW) اړ شي چې د امریکا د پورونو له امله خپل فعالیتونه وځنډوي او مهم پروګرامونه راکم کړي. د نوموړي په خبره، متحده ایالاتو د دې ادارې د دندو په ترسره کولو کې د خنډونو په رامنځ‌ته کولو سره، په قصدي توګه نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي، او دا د شرم خبره ده.

مطالب بیشتر:  د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری؛ د هوا تودوخه د لوړېدو په حال کې ده

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *