روسیه خپل صادرات ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړوي

روسیه خپل صادرات ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: روسیې هوکړه کړې، چې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي؛ په دې تړون کې د افغانستان بازار ته د غلې، اوړو، درملو او د برېښنا د تولید تجهیزاتو صادرات شامل دي.

د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر چتر لاندې له افغانستان سره د همکارۍ د سوداګریزې شورا مشر دمیتري انتونوف ویلي، دغه هوکړې په کابل کې د روسیې او اسلامي امارت د سوداګریز فورم او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الیکسي اوورچوک تر سفر وروسته شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تخنیکي معیارونو په برخه کې د اسلامي امارت او یوریشیا اقتصادي کمېسیون ترمنځ د اړیکو جوړول به سوداګریزې ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه غواړي د افغانستان په بازار کې خپل شتون پراخ کړي او هېواد ته د روسي توکو عرضه زیاته کړي.

مطالب بیشتر:  د ټاپ پروژې رهبرۍ کمېټې لومړنۍ کاري ناسته کړې

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *