کابل؛ افاق خبري اژانس: د امارتي شرکتونو عمومي ریاست وايي، د استراس امارتي شرکت د هرات ځايي ادارې او سوداګرو په همغږۍ د روان کال د لړم میاشتې له پیله په تورغونډۍ بندر کې خپل ۲۴ ساعته فعالیت پیل کړی دی.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست د معلوماتو پر بنسټ، د دغه اقدام موخه د سوداګریزو فعالیتونو پراختیا، د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بهیر چټکتیا، د کاري بهیر د دوام ډاډمنول او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.
سرچینه زیاتوي، په تورغونډۍ بندر کې د استراس شرکت کاري بهیر اوس د ورځې او شپې په اوږدو کې په دوامداره توګه ترسره کېږي، چې له امله یې د سوداګریزو توکو د لېږد، رالېږد او چارو د تنظیم لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست زیاتوي، د ځینو هوکړهلیکونو له لاسلیک او د استراس شرکت د ۲۴ ساعته فعالیت له پیل سره په دغه بندر کې د واګونونو شمېر په ورځ کې ۱۰۰ ته لوړ شوی، چې د پخوا په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
