افغان اواک: امریکا په وروستیو ورځو کې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ډله اخراجوي

افغان اواک: امریکا په وروستیو ورځو کې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ډله اخراجوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: په امریکا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان AfghanEvac مشر شان وان ډایور ویلي، داسې باوري شواهد لري چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره (ICE) پلان لري څو د شکرګزارۍ د رخصتیو په لړ کې د یو شمېر کډوالو د جبري اخراج الوتنه ترسره کړي.

د وان ډایور په وینا، ښايي یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو او ډیپلوماټانو سره یې کار کړی، په دې الوتکه کې شامل وي.

د افغان اواک د معلوماتو پر بنسټ، تر دې وړاندې هم له ۲۰ څخه ډېر افغان وکړي د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدول شوي، او یو شمېر اخراج شوي کسان په متحده ایالاتو کې د قانوني خوندیتوب ترلاسه کولو سره سره دغه هېواد ته لیږل شوي دي. دغه سازمان له کانګرسه غوښتي چې له الوتنې د مخه له حکومت څخه پوښتنه وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم له امریکا پاکستان ته د افغان کډوالو د لېږد یوه الوتنه ځنډول شوې وه.

مطالب بیشتر:  د پاکستاني چارواکو متناقضې څرګندونې؛ له اعتراف تر انکاره!

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *