کابل؛ افاق خبري اژانس: د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، چې د یکشنبې په ورځ یې د پولیسو لخوا کور محاصره شوی و، ویلي، د دې اقدام دلیل په کاني سرچینو کې د پوځ د لاسوهنې افشا کول او په خیبر پښتونخو کې د ځانګړي والي د واکمنۍ له پلي کولو سره د نوموړي مخالفت و.
فضل الرحمن، چې ټاکل شوې وه پرون په لاهور کې د وکیلانو یوې غونډې ته وینا وکړي، د پولیسو لخوا نظربند او مخنیوی یې شوی دی.
د جمعیت علما اسلام ګوند ویاند ادعا کړې، چې شاوخوا ۳۰۰۰ پولیس د فضل الرحمن د کور په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او په اسلام اباد کې د ګوند مرکزي دفتر هم محاصره شوی و.
د راپورونو له مخې، فضل الرحمن په دې وروستیو کې د عاصم منیر په ګډون پر پوځي ادارو نیوکې زیاتې کړې. د نوموړي لخوا د بحث وړ اصلي مسلې کاني سرچینې او په خیبر پښتونخوا کې د والي د واکمنۍ پلي کول دي.
فضل الرحمن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د حکومت له خوا محاصره شوی، په لاهور کې ټولې لارې تړل شوې او پوځي پوستې جوړې شوې دي؛ هغه ټینګار کړی چې دا فشارونه هغه وخت زیات شول، چې ګوند یې په قبایلي سیمو کې د کاني سرچینو په برخه کې د پوځ لاسوهنه افشا کړه. د هغه په خبره، د هېواد کاني سرچینې د خلکو دي، نه د فدرالي حکومت یا د بلې کومې زورواکې ادارې.
