تېره ورځ ۴۶۰ تنه افغان کډوال له بېلابېلو لارو راستانه شوي

تېره ورځ ۴۶۰ تنه افغان کډوال له بېلابېلو لارو راستانه شوي

کابل؛ افاق خبري اژانس: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ ۴۶۰ تنه افغان کډوال له بېلابېلو لارو هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۲۵ تنه، د سپین بولدک له لارې ۴۱ تنه، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۲۲۱ تنه او د اسلام کلا له لارې ۷۳ تنه کډوال راستانه شوي دي. همدارنګه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۱۰۴۲ مسافر هم هېواد ته راغلي دي.

سرچینه زیاتوي، له راستنېدونکو کډوالو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، سیمکارتونو وېش او خپلو اصلي مېنو ته د لېږد په برخو کې هم مرستې شوې دي. له ۵۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې، ۲۴۱ سیمکارتونه وېشل شوي او ۱۳۴۲ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوې دي.

مطالب بیشتر:  د کابل – اسلام‌آباد کړکېچ او د افغان کډوالو بوږنوونکی وضعیت

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *