په امریکا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان ((AfghanEvac مشر شان وان ډایور ویلي، داسې باوري شواهد لري چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو اداره (ICE) پلان لري څو د شکرګزارۍ د رخصتیو په لړ کې د یو شمېر کډوالو د جبري اخراج الوتنه ترسره کړي.
د وان ډایور په وینا، ښايي یو شمېر هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو او ډیپلوماټانو سره یې کار کړی، په دې الوتکه کې شامل وي.
