سره له دې چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي، خو په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت لا هم بوږنوونکی او د اندېښنې وړ دی. هېواد ته یو شمېر تازه راستانه شوي وایي، چې پاکستان کې افغان کډوال زندانونو ته لېږدول کېږي او په خبره یې، پیسې او شتمنۍ یې د پاکستاني ځواکونو له لوري اخیستل کېږي.
له پاکستانه راستون شوی فیعالله آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «په پاکستان کې د ټولو کډوالو وضعیت ډېر خراب و. ډېری یې نیول کېدل، زندانونو ته لېږدول کېدل، وهل ټکول یې خوړل او د هغوی ټولې شتمنۍ ضبط شوې وې.»
نظر محمد هم چې تازه هېواد ته راستون شوی، آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «ټول مهاجرین زندانونو ته لېږدول کېدل، زما پلار لا هم په زندان کې دی. هغه مهاجرین چې نیول کېږي، دوه دورې زندان تېروي او له هغې وروسته هم راشړل کېږي.»
په همدې حال، د کډوالو حقونو فعالان له پاکستانه غواړي چې له افغان کډوالو سره په چلند کې د بشري حقونو اصول او معیارونه په پام کې ونیسي او له هر ډول سختدریځۍ او ناسم چلند څخه ډډه وکړي. دوی همداراز ټینګار کوي چې نړیوال بنسټونه باید دا وضعیت په جدي توګه وڅاري او د هر ډول سرغړونې پر وړاندې غبرګون وښيي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي د افغان کډوالو پر وضعیت دروند سیوری غوړولی؛ د هغوی د ایستلو بهیر هم چټک شوی، او د کډوالو د ستونزو د ارزونې کمېسیون ویلي چې یوازې په یوه شپه او ورځ کې ۵ زره او ۱۶۵ کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
