کابل کې د شپږو وسله‌والو غلو وژل کېدل

کابل کې د شپږو وسله‌والو غلو وژل کېدل

کابل؛ افاق خبري اژانس: کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وايي، د اتمې حوزې اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو او شپږو وسله‌والو غلو ترمنځ د نښتې په پایله کې شپږ غله وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه د تېره شپه هغه مهال رامنځ‌ته شوې، چې امنیتي ځواکونو په یوه موټر کې سپاره شپږ کسان تر تعقیب لاندې ونیول، یادو کسانو د امنیتي ځواکونو د درېدو امر ته پام ونه کړ او په پایله کې متقابلې ډزې وشوې.

سرچینه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو له وژل شویو کسانو څخه دری توفنګچې او دوه برچې هم ترلاسه کړې دي.

مطالب بیشتر:  د امریکايي بندیزونو ګواښ؛ ایران د نړیوال اقتصاد لپاره ګواښ بللی

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *