د امریکايي بندیزونو ګواښ؛ ایران د نړیوال اقتصاد لپاره ګواښ بللی

د امریکايي بندیزونو ګواښ؛ ایران د نړیوال اقتصاد لپاره ګواښ بللی

 

 

د امریکا له لوري د ایران پر وړاندې د شدیدو اقتصادي بندیزونو په دوام، تازه د دغه هېواد د مالیې وزیر سکاټ بسنټ ویلي، چې نن دوشنبه به ایران پر وړاندې برخلیک ټاکونکي او داسې اقتصادي عملیات ترسره کړي، چې تر اوسه یې ساری نه وي لیدل شوی.

ښاغلي بسنټ پر خپله ایکس‌پاڼه زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړې او ټینګار یې کړی، چې د دغه هېواد ټول هغه اقتصادي رګونه به پرې کړي، کوم چې ایران یې په پښو درولی دی.

ګرافیک: سکاټ بسنټ
د امریکا د مالیې وزیر

«ولسمشر ټرمپ د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي، نږدې سل سلنه پوځي فابریکې یې ویجاړې کړې او د دغه هېواد اټومي پروګرام یې تر خاورو لاندې کړی دی. موږ اوس د لوبې وروستي پړاو ته داخلېږو. له سبا سهاره یوه خطرناکه اقتصادي ورځ پیلېږي؛ یعنې تر اوسه د یوه دښمن پر وړاندې تر ټولو لوی مالي برید.»

د امریکا د مالیې وزیر د دې څرګندونو په غبرګون کې، د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ویاند حسین محبي ویلي، چې د ایران پر وړاندې اقتصادي جګړه کومه نوې موضوع نه ده او په خبره یې، د دښمن د هر ډول خصمانه اقدام لپاره بېلابېلې سناریوګانې لري.

په ورته وخت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا خبرداری ورکړی، هر هغه هېواد چې د ایران پر وړاندې اقتصادي جګړه کې د امریکا ترڅنګ ودرېږي، د جګړه‌ییز اقدام په توګه به ومنل شي.

ګرافیک:
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د خبرپاڼې یوه برخه

مطالب بیشتر:  کابل سره د تعامل پر دوام د تهران ټینګار؛ آیا ایران ا.ا په رسمیت پېژني؟

«د ایران پر خلکو د امریکا په اقتصادي جګړه کې د هر هېواد ګډون یا ملاتړ به ایران د جګړه‌ییز اقدام په توګه وګڼي. که اقتصادي جګړه دوام وکړي، د هرمز تنګي او فارس خلیج له لارو به یو څاڅکی تېل هم صادر نشي.»

ایران او امریکا داسې مهال یو بل ته د اقتصادي فشارونو ګواښونه کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله د سیمې پر مهمو سمندري لارو تګ راتګ هم ستونزمن شوی او دې چارې پر نړیوال اقتصاد پراخ اغېز کړی دی. د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې ویلي، چې په هرمز او باب‌المندب تنګیو کې د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ لا هم په ټیټه کچه کې دی.

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

غوښتى ځایونه په نښه شوي *